سېنټ ډینېز او
ګرېنوبل

یو وړاندیز چې ډېر خلک د فلیمینګډن پارک ته د ترانزیت لپاره راولي

Ground level view of public park

په فلیمینګډن پارک کې راتلونکي ترانزیت ته لاسرسی به د سیمې لپاره بدلوونکی وي.  په پایله کې به ګاونډ ته ډېر خلک راشي او دندې به ورته پیدا شي. د پروژې ټیم د سېنټ ډېنیز او ګرېنوبل د وړاندیز لپاره د فرصت په لټه کې دي تر څو په د ډینس او ​​ګرینوبل کوڅه 7 او  10 ګرینوبل ډرایو کې خالي ځمکې د دې لپاره وکاروي تر څو په ښار کې د استوګنې له عرضي او د پراختیا له غوراویو سره مرسته وکړي.

دغه سایټ د فلیمینګډن پارک د لوی ترانزیت مرکز په ساحه  کې موقعیت لري. ام تی اس ای هغه ساحې دي چې معمولاً د ترانزیت مرکز په 500 تر 800 مترۍ کې موقعیت لري چې نږدې 10 دقیقې پلی مزل کېږي. هر ام تی اس ای به د یوې چګالي موخې تابع وي، چې هغه مهال به تعینېږي چې کله ام تی اس ای د ښاري شورا له لوري بشپړ شي.

ترانزیت محوره پراختیا

سایټ

د ملکیت مالکان د داسې فرصت په لټه کې دي چې په د ډینس او ​​ګرینوبل کوڅه 7 او  10 ګرینوبل ډرایو   سړک کې تر کارېدنې لاندې ځمکو کې نور استوګنځي جوړ کړي.

په پلان کې شامل دي

په د ډینس او ​​ګرینوبل کوڅه 7 او  10 ګرینوبل ډرایو کې د اوسني اپارتمان د ودانۍ ساتل

4 نوې استوګنیزې ودانۍ معرفي کوي

نوي سړکونه جوړوي

نوی عامه پارک جوړوي

په منځني بلاک کې د پلیو تېریدونکو څو نښلېدنې او مسیرونه یا لارې وي

د ډینس او ​​ګرینوبل کوڅه 7 او  10 ګرینوبل ډرایو

د د ډینس او ​​ګرینوبل کوڅه 7 او  10 ګرینوبل ډرایو   ټول اوسیدونکي کولای شي په خپلو کورونو کې پاتې شي. وړاندیز دا دی چې د موجوده ودانیو په ختیځ کې ډکوونکې پراختیا را منځته شي. د د ډینس او ​​ګرینوبل کوڅه  او   ګرینوبل ډرایو مالک او پراختیایي مدیر ژمن دي چې د پروسې له لارې د اوسنیو ودانیو له اوسیدونکو سره مرسته وکړي. که چېرته اجاره کوونکي کومه پوښتنه لري یا غواړي خپل غبرګون شریک کړي، نو کولای شي چې اړیکه ټینګه کړي.

حالت

دغه زماني جدول به تاسو ته څرګنده کړي چې موږ په پروسه کې چېرته یاستو، موږ له چا سره لیدنه کړې ده او د غوښتنې اوسنی حالت څه دی. دا معمول دی، د پلانو جوړونې د غوښتنې د بیا کتنې په پروسه کې به د وخت دورې له اپډېټ پرته تېرې شي، په داسې حال کې چې د تورنتو ښار د خپلې بیا کتنې درخواست ترسره کوي.

مواد

د انفل پراختیا لپاره د ټورنټو ښار ته غوښتنلیک کې یو شمیر راپورونه ، مطالعات او پلانونه شامل وو. موږ به تازه مواد، د ښار کارمندانو راپورونه، او د ټولنې پریزنټشنونو اضافه کولو ته دوام ورکړو لکه څنګه چې دوی شتون لري.

ستاسو پوښتنې

 Osmington Gerofsky Development Corp (OGDC) د املاکو او مستغلاتو د پراختیا کمپنۍ ده چې د ملکیت له مالکانو سره کار کوي تر څو د ځمکو د پراختیا لپاره د پلان جوړونو تاییدونې ترلاسه کړي.

 دغه سایټ چې موږ غواړو پراختیا ورکړو هغه خالي ځمکې پکې شاملې دي چې په 7 St. Dennis Drive او 10 Grenoble Drive کې موقعیت لري. په مشخص ډول هلته د پراختیا لپاره دوې ساحې دي:

  • د 7 St. Dennis د میدان او په 10 Grenoble Drive کې د شته ودانیو تر منځ؛ او
  •  په 10 Grenoble Drive کې د شته ودانیو او د نوي شمال-سویل عامه سړک همدارنګه په 25 St. Dennis کې د پراختیا تر منځ د کوم لپاره چې پراختیا پیل شوې ده.

 د دې سایټ د شرحې لپاره دلته کلېک وکړئ.

په سایټ کې خالي ځمکې شاملې دي او دا هغه ځای دی چې نوې ودانۍ به پکې جوړې شي. په سایټ کې په 7 St. Dennis Drive او Grenoble Drive کې د کرایې لپاره ودانۍ دي، چې د دې پرمختګ لپاره به تخریب نشي.

 نه. په د ډینس او ​​ګرینوبل کوڅه 7 او  10 ګرینوبل ډرایو کې موجودې ودانې به د دې پراختیایي پروسې د یوې برخې په توګه تخریب نشي.

خالي ځمکې له Eglinton LRT څخه له 10 دقیقو پلي مزل څخه کم واټن لري، چې ډېر ژر به په عملیاتو کې وي. دغه سایټ هم له راتلونکي Flemingdon Park Subway Station څخه له 5 دقیقو پلي مزل څخه کم واټن لري چې په پلان شوي  Ontario Lineکې موقعیت لري. ولایت او ښار داسې پالیسۍ لري چې نوي استوګنځي دې ترانزیت کرښو ته هدایت کړي چې هلته ډېر خلک وکولای شي ترانزیت ته نږدې ژوند وکړي. 

 اوسني اوسیدونکي به بې ځایه نشي او د دې پراختیا له امله به کرایه هم لوړه نشي (هغه زیاتوالی به لا هم پلی کېږي چې د Residential Tenancies Act له مخې اجازه ورکړل شوې ده).

 اوسني او نوي مستاجرین به وکولای شي چې له نویو پروګرام شویو بهرنیو ساحو څخه خوند واخلي، چې لاندې موارد به پکې شامل وي:

  • یو نوی عامه پارک
  •  د سپیو پارک/ د سپیو رفاهي ساحه
  • نیمه ساحه چې د بېلا بېلو مواردو لپاره کارېږي
  • د ماشومانو د لوبو ډګر
  • د فټنس یوه بهرنۍ ساحه
  • د مېلې ساحې

په ټول سایټ کې به اضافي د پل تګ لارې وي تر څو د خلکو لپاره په سایټ کې قدم وهل اسانه کړي او له نږدې سړکونو سره وصل شي.

نوې ودانۍ به د کانډومینیومونو په څېر وي. د هغوی اداره کول به له  ملکیتونو څخه جلا وي چې د اوسنیو ودانیو مالکیت او WJ Properties’ ته به دوام ورنکړي، لکه نن چې یې کوي.

 د نویو کانډو واحدونو پیرل کلونه لرې دي، ځکه چې پروپوزل تر اوسه د ښار د پرسونل له لوري تر کتنې لاندې دی او د رغنیزو چارو له پیلولو مخکې تصدیق ته اړتیا ده. موږ به خوښ شو چې داسې مستاجرین وي چې په نویو ودانیو کې واحدونه وپیري. موږ به د شته اوسیدونکو لپاره پر فرصتونو غور وکړو تر څو هغوی د پلور وخت ته نږدې اپارتمانونه وپیري.

نوې ودانۍ لږ تر لږه 25 متره له اوسنیو ودانیو څخه لرې دي او له وړاندیز شویو ودانیو څخه 38 متره واټن لري. د جلا والي واټن ته په کتو سره، دا د ښار Tall Building Design Guidelines پر طرزالعملونوبرابر دي یا ترې تېری کوي، کوم چې لمرخاته، سیوري، منظرې او د ګاونډ د کورونو محرمیت په پام کې نیسي.

د تورنتو ښار د رسمي بیا کتنې د یوې برخې په توګه، غوښتنلیک به د ټولو هغو ښوونځیو بورډونو ته واستول شي چې په ساحه کې خدمت کوي. هغوی به د ښوونځي د وړتیا په اړه خپل غبرګون شریک کړي. په Eglinton او Don Mills کې یو لومړنی وړاندیز شوی ښوونځی Toronto District School Board  له لوري پلان شوی دی او په راتلونکي کې یې پراختیا هم په پام کې نیول شوې ده. 

اوس هم موږ د دې پروسې په لومړیو کې یو، مګر بیا هم که چېرته غوښتنلیک ومنل شي، نو موږ باید Construction Management Plan. جوړ کړو. دغه پلان به له لېواله ذینفعانو سره په سلا مشوره جوړ شي تر څو ډاډ تر لاسه شي چې د دوړو، غالمغال، ترافیکو، بیا مسیر جوړولو او داسې نورو مسایلو لپاره پاملرنه شوې ده.

د تورنتو ښار ته د 2022 کال په جولای میاشت کې د پلان جوړونې یوه رسمي غوښتنه د وړاندیز شوې پراختیا لپاره واستول شو چې لاندې موارد پکې شامل وو: د رسمي پلان اصلاح کول، د قانون له مخې د سیمو د وېش اصلاح کول او د فرعي وېشنو د درخواستونو لومړنی پلان. د دغو درخواستونو په په استولو سره د ښار د بیا کتنې رسمي پروسه پیلېږي چې په هغې کې له ټولنې سره سلا مشوره شامله ده. دا تمه نشته چې له 18 څخه تر 24 میاشتو پورې موده کې دې د ښار شورا د غوښتنو په اړه پرېکړه وکړي.

مخکې له دې چې رغونې ته اجازه ورکړل شي، ځینې ګامونه باید پورته شي. په دې کې له اوسیدونکو او ټولنې سره سلا مشورې، د ښار د پرسونل له لوري پر غوښتنلیکونه بیا کتنه او په پایله کې د Toronto City Council څخه د تصدیق ترلاسه کول شامل دي. په داسې حال کې چې موږ د وخت تضمین نشو کولای، د تایید پروسه معمولاً له 18 څخه تر 24 میاشتو پورې وخت نیسي. په هغې پسې اضافي غوښتنلیکونو او بیا کتنو ته اړتیا ده تر څو موږ وکولای شو چې هغه رغنیزې چارې پیل کړو کومې چې به تر 2025 کال پورې پیل نشي. زموږ اټکل دا دی چې د دې پراختیا بشپړول به له 3 څخه تر 5 کلونو پورې وخت ونیسي.

هغه خلک چې غواړي خپل نظر شریک کړي، موږ هغوی هڅوو تر څو د اړیکو د لاندې وسایلو له لارې د پروژې له ټیم سره اړیکه ټینګه کړي، موږ ته د info@StDennisGrenoble.com له لارې برېښنالیک را واستوي یا د 647-478-4918 شمېرې له لارې اړیکه را سره ټینګه کړي. زموږ د ټیم یو غړی به بېرته له تاسو سره اړیکه ونیسي. د ټولنې لپاره هر راز سلا مشوره چې کله چمتو شي، نو پر دې وېب سایټ به خپره شي.

ټیم

د کور جوړونې پراختیا ورکوونکی

Osmington Gerofsky Development Corp (OGDC) د املاکو او مستغلاتو د پراختیا کمپنۍ ده چې د خپلو بنسټ اېښودونکو د استثنایي تخصص او سوابقو پر اساس په دې موخه جوړ شوی دی چې په ټوله کاناډا کې د لوړ ارزښت او اغېز لرونکې پراختیایي پروژې په لار واچوي.

ogdc.ca

مالکان

: WJ Properties د کورنۍ یوه کمپنۍ ده چې له 1959 کال راهیسي اپارتمانونه اجاره کوي او خلکو ته داسې احساس ورکوي چې ګویا په کور کې دي. زموږ د جاري بریالیتوب کلیدي راز دا دی چې موږ خپلو اجاره نیوونکو ته تل رښتینې پاملرنه کوو. موږ له OGDC سره کار کوو تر څو د Flemingdon پارک په ګاونډ کې ترانزیت ته نږدې نور استوګنځي جوړ کړو.

www.wjproperties.ca

معمار

: a–A په تورنتو کې د ډیزان پر اساس عمل دی چې د ښارونو په ودانولو کې په بېلا بېلو برخو، اندازو او د ودانیو په بڼو کې د معمارۍ خدمتونه وړاندې کوي. موږ داسې ډیزاینران، څېړونکي او ښاریان یو چې ښار ته ارزښت ورکوو او د داسې فضاګانو د ابعادو را منځته کولو ته پام کوو چې زموږ د ژوند طرز او نوښت ته معنا وربښي.

www.architectsalliance.com

Landscape Architect

MBTW ګروپ یو څو رشته یيز د انعام ګټونکی د منظرې معماري، ښاري طراحۍ او ټولنیزې پلان جوړونې شرکت دی چې د تورنتو ښار په مېډټاون کې موقعیت لري. زموږ د ډیزاین سټوډیو چې له 1975 کال راهیسې فعالیت کوي، په خصوصي اودولتي برخو کې نړیوالو پیردونکو ته د ډیزاین په برخه کې سلا مشورې ورکوي. د برترۍ لپاره زموږ لېوالتیا زموږ د مستعدو او داخلي استعدادونو له انرژۍ سره په په دوامداره توګه د لوړ کیفیت لرونکې، سپارښتیزې او راتلونکي ته کتونکې د طراحې حل لارې وړاندې کوي.

mbtw.com

Urban Strategies Inc.

Urban Strategies ® د ښاري ډیزاین او پلان جوړونې یوه نړیواله اېجنسي ده چې په تورنتو کې موقعیت لري. دغه شرکت په 1986 کال کې جوړ شوی دی او د ښارونو او ځایونو جوړولو ته کلکه ژمنتیا لري او په تورنتو، شمالي امریکا او له هېواده بهر یې تر ټولو ننګوونکې، مهمې او د لوړ کیفیت مشورتي د ښار د بیارغونې پروژې رهبري کړې دي. تعالي ته دغه ژمنتیا د ولایتي، ملي او نړیوالو بنسټونو له لوري له 100 څخه د زیاتو اېوارډونو په ورکولو سره په رسمیت پېژندل شوی دی.

www.urbanstrategies.com

Bousfields Inc.

پهBousfields  کې موږ باور لرو چې پلان جوړونه او د ټولنې ښکېلتیا پروسې په همکارۍ او یو بل ته د پوهاوي ورکولو په کار کې ژورې رېښې لري. له همدې امله موږ د ټولنې د ښکېلتیا د متخصصینو یو ټیم ګومارلی دی تر څو له پیرودونکو سره د معناداره ښکلېتیا په اقداماتو کې مرسته وکړي.

www.bousfields.ca

پوښتنه وکړئ. شریک یې کړئ.

که چېرته پوښتنې لرئ او په St. Dennis & Grenoble کې د ځمکو لپاره د وړاندیز شویو پلانونو په اړه نظر ورکول غواړئ، نو له ټیم سره اړیکه ټینګه کړئ. د پروژې د ټیم یو غړی به ژر ستاسو اړیکې ته ځواب درکړي.

دغه سایټ د reCAPTCHA او ګوګل د محرمیت د پالیسي له لوري ساتل کېږي او د د خدمت شرایط پلي کېږي.